د پنجشېر د ورزشي مسؤلینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ به د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د زمري په ۲۰مه پیل شي.
د پنجشېر د فوټبال فدراسیون د دغه ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش
ریاست په همکارۍ د غوره لیګ د سیالیو د پچې اچونې مراسم ترسره کړل.
د پنجشېر د فوټبال فدراسیون رئیس نوراحمد احمدي وویل، په دغو مراسمو
کې د سیالیو لس ګډونوالې لوبډلې د پچې له لارې په دوو پنځه کسیزو ګروپونو ووېشل
شوې.
هغه زیاته کړه، د پنجشېر د فوټبال غوره لیګ سیالۍ به د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د زمري په ۲۰مه په پرانیستونکې لوبه کې د عقابان پریان او
عقابان پنجشېر لوبډلو ترمنځ په رسمي ډول پیل شي.