د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د روان ۱۴۰۵ هجري شمسي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې د ۶۷ اعشاریه ۸۷ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
یادې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو صادراتو کې وچه او لنده
مېوه، کرنیز محصولات او صنعتي توکي شامل دي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو او یو شمېر
نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په حیرتان بندر کې خدمات اوس په ۲۴ ساعته ډول
وړاندې کېږي، او تمه ده چې په راتلونکي کې به د صادراتو کچه لا هم لوړه شي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د تېر ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د همدې مودې په ترڅ کې د حیرتان بندر له لارې یوازې د ۲۱ اعشاریه ۹ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوي وو.