Search

بادغیس کې دوو ترافیکي پېښو اته کسان ټپیان کړي

News image
28 چنګاښ 1405 - 10:12

د بادغیس امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله اته کسان ټپیان شوي دي.

د یادې قوماندانۍ په وینا، یوه پېښه د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار د قرغیتو په سیمه کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې او بله پېښه د بالامرغاب ولسوالۍ د ساخریانو په سیمه کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

سرچینې ویلي، ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بادغیس امنیې قوماندانۍ د دغو ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د سړکونو خرابوالی بللی دی.