Search

نیمروز کې ۱۹ افغانان د مارګو په دښته کې ورک شوي؛ پنځه ناقانونه کډوال مړه موندل شوي

News image
28 چنګاښ 1405 - 11:42

په نیمروز کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، ۱۹ افغانان چې غوښتل یې د ناقانونه لارو له لارې ایران ته ولاړ شي، د دغه ولایت د چخانسور ولسوالۍ اړوند د مارګو په دښته کې د سپرلۍ موټر تر خرابېدو وروسته ورک شوي وو. تازه طالبانو د دغې ډلې پنځه غړي مړه موندلي او د پاتې ۱۴ کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي.

د نیمروز ولایت د طالبانو د والي ویاند عبدالمتوکل توحیدي وايي، څو ورځې وړاندې ۲۰ افغانان د ناقانونه کډوالۍ په موخه ایران ته روان وو، خو د دوی سپرلۍ موټر د مارګو په دښته کې له تخنیکي ستونزې سره مخ شو.

د هغه په وینا، موټر چلوونکی له یوه مسافر سره د اوبو، مرستې او د موټر د ترمیم لپاره د وسایلو د پیدا کولو په موخه له سیمې ووت، خو د سختې دوړې او توپان له امله نورو مسافرو ونه شوای کولای هلته پاتې شي او د ځان د ژغورلو لپاره په بېلابېلو لورو خپاره شول.

توحیدي ویلي: «موټر چلوونکي له یوه مسافر سره ویلي وو چې نږدې یو کلی شته، هلته ځو، اوبه او د موټر د ترمیم وسایل راوړو. هماغه ورځ سخت دوړو او توپان و، مسافرو ونه شوای کولای مقاومت وکړي او هر یو د ځان د ژغورلو لپاره د شاوخوا کلیو پر لور روان شو. کله چې دا دوه کسان بېرته راستانه شول، هېڅ یو مسافر یې ونه موند.»

هغه زیاته کړه، د دغو کسانو موټر له دې مخکې هم دوه ځله په لاره کې خراب شوی و. د نوموړي په وینا، موټر چلوونکي او ملګري یې تر بېرته ستنېدو وروسته موټر ورغوه، خو د سخت توپان له امله یې لاره ورکه کړه او په شګو کې بند پاتې شول. وروسته له دغو دوو کسانو څخه یو وتوانېد چې د زرنج ښار ته ځان ورسوي او د پېښې په اړه د نیمروز ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ ته خبر ورکړي.

د نیمروز د والي ویاند ویلي، دا پېښه څلور ورځې وړاندې شوې او له راپور ترلاسه کولو وروسته د پولیسو او استخباراتو ځواکونو د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.

په ورته مهال، د نیمروز امنیې قوماندانۍ ویلي، امنیتي ځواکونو د هغو پنځو ځوانانو مړي موندلي چې غوښتل یې د قاچاقي لارې ایران ته واوړي.

د نیمروز طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ویلي، د دغې ۱۹ کسیزې ډلې ۱۴ نور غړي لا هم نادرکه دي او د موندلو لپاره یې د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي.

د راپورونو له مخې، یاد کسان د هلمند او نیمروز له دښتو د ناقانونه لارې ایران ته روان وو، خو لاره یې ورکه کړې وه. ویل کېږي، د سختې ګرمۍ او د اوبو د کمښت له امله د ډلې پنځه غړي مړه شوي او ۱۴ نور لا هم نادرکه دي.

د نیمروز امنیې قوماندانۍ بیا وايي، موندل شوي پنځه مړي د همدې ډلې غړي دي او د پاتې ۱۴ کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات دوام لري. دا مهال د دواړو چارواکو د څرګندونو ترمنځ د موندل شویو جسدونو د هویت په اړه اختلاف موجود دی.