Search

په ایران کې یو افغان وګړی اعدام شوی

News image
29 چنګاښ 1405 - 07:45

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» ویلي، ایران دوه تنه، چې یو یې افغان وګړی و، د تېر ژمي د اعتراضونو کې د ګډون په تور اعدام کړي دي.

دغه سازمان راپور ورکړی چې عرفان اسفندیاري او ګل‌محمد محمدي، چې افغان وګړی و، نن (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۹مه، دوشنبه) سهار وختي د اصفهان د دستګرد زندان کې اعدام شوي دي.

د هه‌نګاو د راپور له مخې، د «علیخاني میدان ملک‌شهر» په نوم دوسیه کې د دغو دوو کسانو د اعدام حکم په پټه اجرا شوی دی.

هه‌نګاو همدارنګه خبرداری ورکړی چې د همدې دوسیې د لسو نورو تورنو کسانو ژوند هم د اعدام د حکم له سمدستي اجرا کېدو سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو بنسټونه وايي، د ایران حکومت د تېر ژمي د اعتراضونو له ځپلو او هممهاله پر دغه هېواد د اسرائیل او متحده ایالاتو له بریدونو وروسته، په ځانګړي ډول د اعتراضونو اړوند دوسیو کې د اعدام د حکمونو پلي کول زیات کړي دي.