د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتګام) ویلي، د ایران پر وړاندې د دغه هېواد د بریدونو نهم پړاو پای ته رسېدلی دی.
سنټګام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې پړاو کې پوځي قومانداني مرکزونه، د هوايي دفاع سیسټمونه، د ساحلي څارنې مرکزونه، سمندري تاسیسات او وړتیاوې، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو ځایونه او د ایران مخابراتي شبکې په نښه شوې دي.
د سنټکام په وینا، د دغو بریدونو موخه دا وه چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو او ملکي سمندري تګراتګ د ایران د احتمالي بریدونو وړتیا نوره هم کمه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې امریکايي ځواکونه لا هم د بشپړ چمتووالي په حالت کې دي او د اړتیا په صورت کې د نورو عملیاتو ترسره کولو ته چمتو دي.
سنټکام هممهاله د دغو عملیاتو یوه ویډیو هم خپره کړې ده. ایراني چارواکو د دې راپور تر خپرېدو پورې د سنتکام د یادې خبرپاڼې په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.