Search

فاریاب کې ترافیکي پېښې ۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

News image
29 چنګاښ 1405 - 10:23

د فاریاب د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادې قومندانۍ په وینا، دغه پېښه پرون (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۸مه، یکشنبه) ماسپښین د یوه ټراکټور او کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. سرچینې د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

د سرچینې په خبره، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې تېره ورځ هم په بلخ او خوست ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.