Search

نورستان کې سېلابونو شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

News image
30 چنګاښ 1405 - 09:47

د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي اداره وايي، د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د نننیو سېلابونو له امله ۲۰ کسان وژل شوي، ۸۰ تنه ټپیان شوي او تر ۱۰۰ زیات کسان لادرکه دي.

د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، یادې شمېرې وروستۍ نه دي او د ژغورنې او لټون عملیات لا هم دوام لري.

د حماد په وینا، دغو سېلابونو ګڼ شمېر دولتي ودانیو، استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو ته هم درانه زیانونه اړولي دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول ناڅاپي سېلابونو، له زیاتېدو سره مخ شوی دی. ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو څو ځله خبرداری ورکړی چې د هېواد غرني ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو پر وړاندې ډېر زیان‌من دي. د دغو ادارو په وینا، د بېړنیو ژغورنیزو امکاناتو محدودیت او د زیربناوو کمزورتیا د طبیعي پېښو د مرګ‌ژوبلې او زیانونو کچه لا پسې لوړوي.