په مالیزیا کې د طالبانو سفیر نقیبالله احمدي د برونای دارالسلام له مفتي اعظم اونګ عبدالعزیز سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
په مالیزیا کې د طالبانو سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او برونای دارالسلام د دیني او ټولنیز وضعیت او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه معلومات شریک شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د دیني عالمانو د رول، د ګډو علمي او فرهنګي فعالیتونو او په راتلونکې کې د افغانستان او برونای دارالسلام ترمنځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.
طالبان په وروستیو کلونو کې هڅه کوي له سیمهییزو او اسلامي هېوادونو سره خپلې سیاسي، اقتصادي، دیني او فرهنګي اړیکې پراخې کړي. که څه هم د طالبانو حکومت لا تر اوسه د نړۍ د ډېری هېوادونو له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د سیمې او اسلامي هېوادونو له یو شمېر چارواکو او استازو سره یې ډیپلوماټیکې لیدنې او تعاملات دوام لري.