Search

طالبانو د نورستان د سېلاب ځپلو د وضعیت ارزونې لپاره بېړنۍ غونډه کړې

News image
31 چنګاښ 1405 - 07:55

طالبانو ویلي، چې د کورنیو ادارو، نړیوالو مرستندویه بنسټونو او د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون په یوې بېړنۍ غونډه کې د نورستان ولایت د مرګونو سېلابونو له زیانمنو شویو سره پر بېړنۍ مرستې ټینګار شوی دی.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو همکارو بنسټونو غوښتي، چې بشري مرستې دې تر ډېره د ۷۲ ساعتونو په موده کې د نورستان د سېلاب ځپلو کورنیو ته ورسوي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو استازو د سېلاب ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د مرستو د همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.

د نورستان وروستیو سېلابونو د پراخو مالي زیانونو ترڅنګ ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې تر دې وړاندې ویلي وو، چې په دغو سېلابونو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.