په هرات کې د طالبانو د ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۵ کال له پیل راهیسې له دغه ولایت څخه جرمني ته ۱۰ زره متره مربع غالۍ صادرې شوې دي.
د یاد دفتر په وینا، له دغو صادراتو څخه ۱۰۳ زره امریکايي ډالره عاید
ترلاسه شوی دی.
غالۍ د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۴۷
سپوږمیز کال کې هم له افغانستان څخه د ۱۴ میلیونه امریکايي ډالرو په
ارزښت شاوخوا ۷۶۰ زره متره مربع غالۍ ترکیې، روسیې، اسټرالیا، امریکا، کاناډا،
اروپايي، عربي او افریقايي هېوادونو ته صادرې شوې وې.