افغانستان د هغو ۱۴۴ هېوادونو په ډله کې و چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر د څلور کلنې دورې د ټاکنې ملاتړ یې وکړ. د ملګرو ملتونو د رسمي رایو له مخې، ټاکل شوې دغه دوره د ۱۴۰۵ کال د تلې له ۲۰مې څخه د ۱۴۰۹ کال د تلې تر ۱۹مې دوام وکړي.
د رایې اچونې پایلو ښودلې چې د یادې ټاکنې پراخ نړیوال ملاتړ شوی؛ ۱۴۴ هېوادونو موافقه رایه ورکړې، ۱۰ هېوادونو مخالفت کړی او ۱۳ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه کړې ده.
د رسمي پایلو له مخې، افغانستان د کاناډا، فرانسې، جرمني، جاپان، سعودي عربستان، پاکستان، هند، ترکیې، بریتانیا، اوکراین، اسټرالیا، برازیل او سویلي افریقا په ګډون د هغو هېوادونو په ډله کې و چې د دغې ټاکنې ملاتړ یې وکړ.
په مقابل کې، امریکا، روسیې، شمالي کوریا، نیکاراګوا، اسرائیل، ایټالیا، روانډا، ټرینیډاډ او ټوباګو، ارجنټاین او د کوریا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت (شمالي کوریا) مخالفه رایه ورکړه.
همداراز، ۱۳ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه چې عراق، قطر، پیرو، ګیانا، اکوادور، پاپوا نیوګیني، سویلي سوډان، سوډان، سریلانکا، یوګانډا، بلیز، د کوریا جمهوریت او ساو تومه او پرنسیپ پکې شامل دي.
له رایې اچونې وروسته، په جنیوا کې د فرانسې د ملګرو ملتونو استازولۍ په اېکس کې د واشنګټن پر دریځ نیوکه وکړه او ویې ویل، امریکا چې پخوا د بشري حقونو «یو روښانه بېلګه» بلل کېده، اوس «د شمالي کوریا، نیکاراګوا او روسیې ترڅنګ یوازې پاتې شوې ده»، او زیاته یې کړه چې «نړۍ نور ورته غوږ نه نیسي.»