د رویټرز د راپور له مخې، د اوکراین د زاپوریژیا ولایت په هغې برخې کې چې د روسیې تر ولکې لاندې ده، د شپې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ۱۲ کسان، چې پنځه ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د روسیې له لوري ټاکل شویو چارواکو ویلي، دغه برید د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۳مه، شنبه د آزوف سمندرګي پر غاړه د کیریلیفکا په تفریحي سیمه کې، د ملیتوپول ښار ته نږدې شوی دی.
دوی اوکراین تورن کړی چې ملکي وګړي یې په قصدي ډول په نښه کړي دي.
کییف تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي. خو روسیه او اوکراین دواړه تل دا ادعا ردوي چې ګواکې په روانه جګړه کې ملکي وګړي په قصدي ډول په نښه کوي.
د زاپوریژیا لپاره د روسیې له لوري ټاکل شوي والي یوګیني بالیتسکي ویلي، ژغورونکو د کنډوالو له لاندې دوه کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل و، ژوندي را ایستلي او د ژغورنې عملیات اوس پای ته رسېدلي دي.
بلخوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغه برید «غیرانساني جنایت» بللی، او د روسیې د تحقیقاتو کمېټې ویلي چې د دې پېښې په تړاو یې د «ترهګرۍ» په تور قضیه ثبت کړې ده.