Search

خوست کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

News image
4 زمری 1405 - 11:26

په خوست کې د طالبانو ښاروالۍ وايي، په دغه ولایت کې یې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د مردیخېلو سړک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د ښاروالۍ مسؤلینو د شنبې په ورځ په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ویلي، دغه سړک به د ۱.۷ کیلومتره په اوږدوالي جوړ شي، چې د سړک دواړو غاړو ته د ۳.۴ کیلومتره په اوږدوالي د ویالو او درېیو پلچکونو جوړول هم پکې شامل دي.

د خوست ښاروال عبدالرشید عمري ویلي، په روان ۱۴۰۵ لمریز کال کې یې په دغه ولایت کې د سړک جوړولو یو شمېر نورې پروژې هم پلان کړې دي چې چارې به یې په راتلونکې کې پیل شي.

بلخوا، تېره ورځ د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې هم د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې.

د سړک جوړونې او بیارغونې پروژې په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې روانې دي، چې موخه یې د ښاري سیمو د تګ راتګ اسانتیا، د ترانسپورټي شبکې پراختیا او د خلکو د ورځنیو ستونزو کمول بلل کېږي.