Search

طالب او ازبیک چارواکو د اقتصادي او کرنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي

News image
5 زمری 1405 - 10:36

کابل ته د ازبیکستان د لوړپوړو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په ګډون د ۳۰۰ کسیز پلاوي غړو له یو شمېر طالب وزیرانو او چارواکو سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، د دغه وزارت سرپرست عطاءالله عمري د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یف سره په کتنه کې د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، پانګونې، اقتصادي همکاریو او ګډو پروژو د پراختیا په اړه بحث کړی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عطاءالله عمري له ازبیک پانګوالو غوښتي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې، ازبیک لوري د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د اړتیا یادونه کړې او په دې برخه کې یې د ګډې همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

کابل ته راغلي ازبیک پلاوي همداراز د طالبانو د رئیس‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د افغانستان بانک له لومړي مرستیال، د امارتي شرکتونو له عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال او د ملي پراختیا امارتي شرکت له اجراییوي رئیس عبدالرحمن عطاش سره هم جلا جلا لیدنې کړې دي.

ټاکل شوې چې دغه ازبیک پلاوی له افغان سوداګرو سره د افغان ـ ازبیک سوداګریز فورم په غونډه کې هم ګډون وکړي.