Search

ټرمپ د ایران، لبنان او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه له نتنیاهو سره لیدنه کوي

News image
6 زمری 1405 - 08:25

ټاکل شوې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره وګوري.

د اېن‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، د دواړو مشرانو په خبرو کې به د ایران او لبنان جګړې، سیمه‌ییز وضعیت او د ابراهیم تړونونو د پراخولو پر لارو چارو بحث وشي.

راپور وايي، ټرمپ او نتنیاهو به د ایران له جګړې، په لبنان کې د سولې د یوه چوکاټ او د اسراییل او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړي. ټاکل شوې چې ټرمپ په همدې ورځ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره هم د اوکراین د جګړې په اړه وګوري.

د راپور له مخې، په وروستیو کې د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ ځینې اختلافونه هم راڅرګند شوي دي.

ټرمپ د ترکیې د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو نیوکې رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅوک ورته نه شي ویلای کومې وسلې وپلوري او کومې نه.

ټرمپ د ایران په اړه د دواړو هېوادونو د دریځونو په اړه وویل، له نتنیاهو سره یې «یو څه اختلاف» شته، خو دواړه لا هم نږدې دریځونه لري.