د بدخشان د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار وايي، د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیحالله امیري په یوه وسلهوال برید کې وژل شوی دی.
کامګار ویلي، ذبیحالله امیري نن (سېشنبه، د زمري ۶مه) د بدخشان د بهارک
ولسوالۍ په یوه وسلهوال برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په وینا، د برید د څرنګوالي، بریدګرو او د پېښې د انګېزې په
اړه تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي او هېڅ ډلې هم د دغه برید مسوولیت نه دی
منلی.
د طالبانو چارواکي وايي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
په وروستیو ورځو کې په بدخشان کې پر طالبانو او د دوی پر چارواکو د وسله والو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.