Search

جرمني د لومړي ځل لپاره یو افغان پناه‌غوښتونکی د جرم له سابقې پرته افغانستان ته وشاړه

News image
7 زمری 1405 - 07:54

جرمني د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره یو افغان وګړی، چې د جرم هېڅ سابقه یې نه لرله، افغانستان ته شړلی دی.

رویټرز د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت له قوله راپور ورکړی چې یاد کس د پناه غوښتنې د قضیې له ټولو قانوني پړاوونو تر تېرېدو او د غوښتنلیک له رد کېدو وروسته د ایستلو وړ ګرځېدلی و.

د دوبرینت په وینا، دغه افغان هڅه کړې وه چې په یوه بل اروپایي هېواد کې مېشت شي، خو هلته په ناقانونه توګه اوسېده. نوموړی د اروپايي کډوالۍ د مقرراتو له مخې بېرته جرمني ته ولېږدول شو او وروسته افغانستان ته وشړل شو.

راپور وايي، یاد کس له هغو ۳۱ افغان نارینه‌وو څخه و چې (سې‌شنبه، د زمري ۶مه) د یوې چارټر الوتکې له لارې افغانستان ته ولېږدول شول. جرمني چارواکو ویلي، د نورو ۳۰ کسانو د جرمي محکومیت سابقه موجوده وه.

د راپور له مخې، دا اقدام د افغانستان په تړاو د جرمني د بېرته ستنولو په تګلاره کې مهم بدلون بلل کېږي، ځکه برلین د لومړي ځل لپاره یو افغان یوازې د پناه غوښتنې د رد شوې دوسیې له امله شړلی، نه د جرمي محکومیت پر بنسټ.

رویټرز لیکلي، له هغه راهیسې چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه بیا واک ته رسېدلي، افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنول د بشري حقونو د سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ دي. دغو سازمانونو د ستنېدونکو د خوندیتوب او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

راپور زیاتوي، جرمني له ۱۴۰۳ هجري شمسي کال راهیسې، چې افغانستان ته یې د افغانانو د شړلو بهیر بیا پیل کړی، تر اوسه له ۲۰۰ څخه ډېر کسان افغانستان ته استولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، لږ تر لږه یو افغان، چې له جرمني څخه افغانستان ته شړل شوی و، تر ستنېدو وروسته وژل شوی دی.