Search

د لومړي ځل لپاره د افغانستان ډبرې امریکا ته صادرې شوې

News image
7 زمری 1405 - 09:42

په هرات ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، د لومړي ځل لپاره د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان ډبرې امریکا متحده ایالتونو ته صادرې شوې دي.

د سرچینې په وینا، په دې صادراتو کې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د کانونو تورې ډبرې شاملې دي، چې د هرات د صنایعو او کانونو خونې په همکارۍ امریکا متحده ایالتونو ته لېږدول شوې دي.

 پههرات ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام د رسنیو دفتر دغه صادرات د افغانستان د کاني توکو د صادراتو د پراختیا او په نړیوالو بازارونو کې د افغان کاني محصولاتو د حضور د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

افغانستان د مرمر، ګرانېټ، تراورټین او نورو طبیعي ډبرو پراخې زېرمې لري، خو د پروسس، بازارموندنې او ترانزیټي محدودیتونو له امله یې د دغو کاني توکو صادرات تر خپل بشپړ ظرفیت کم پاتې شوي دي.