د غور د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو درې شبکې د ۱۷ میلیونه، ۵۳۵ زره او ۳۱۷ افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د سرچینې په وینا، دغه پروژې د یونیسف په مالي ملاتړ او د غور د
طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په تخنیکي همکارۍ د دولینې ولسوالۍ د
دهن چهلګزي، تیورې ولسوالۍ د پشت تنګي او ساغر ولسوالۍ د حصار تیتان په کلیو کې
پلې شوې دي.
د غور د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو مسوول ذبیحالله
غوثيزاده وايي، د دغو شبکو په
بشپړېدو سره، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو ترڅنګ، ۵۷۵
کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شوی دی.
د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د ۹۰
متره مکعب ظرفیت لرونکو څلورو د اوبو زېرمو جوړول، د ۲۸۱ نلونو نصب، د ۳۸ سولري
تختو لګول او د ۱۴ زره او ۸۳۴
مترو پایپ غځول شامل دي.
د پروژو د پرانیستې پر مهال چارواکو د سیمې د اوسېدونکو له همکارۍ
مننه کړې او له هغوی یې غوښتي چې د اوبو د دغو شبکو په ساتنه او پالنه کې جدي
پاملرنه وکړي.
د سیمې اوسېدونکو هم د دغو پروژو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او ډاډ
یې ورکړی چې د شبکو د ساتنې لپاره به هڅې وکړي.