Search

اوچا: په افغانستان کې د سېلاب ځپلو لپاره بشري مرستې پراخې شوې دي

News image
7 زمری 1405 - 11:36

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله اغېزمنو شویو سیمو ته د بېړنیو بشري مرستو لړۍ پراخه شوې، ځکه لا هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغو طبیعي پېښو اغېزې دوام لري.

د اوچا د راپور له مخې، سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د افغانستان په مرکزي، ختیځو، شمال ختیځو او سویل ختیځو سیمو کې پراخ زیانونه اړولي دي. د غزني، کاپیسا، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او پروان ولایتونه د تر ټولو ډېر زیانمنو شویو سیمو له ډلې دي.

راپور وايي، یوازې په لغمان ولایت کې درې کسان وژل شوي، څلور نور ټپیان شوي او ۱۸۷ کورنۍ اغېزمنې شوې دي. همدارنګه، ۱۸۳ کورونه زیانمن یا ویجاړ شوي، شاوخوا ۸۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې له منځه تللې او نږدې ۳۱۰ څاروي له منځه تللي یا ټپیان شوي دي.

اوچا ویلي، نورستان لا هم د سېلابونو تر ټولو سخت ځپل شوی ولایت دی. د پارون ولسوالۍ د ګډې ارزونې له مخې، ۱۲۰ کورنۍ د بشري مرستو مستحقې پېژندل شوې، چې له دې ډلې ۹۲ کورنیو ته مرستې رسېدلې دي.

د راپور له مخې، په لوګر، کابل، کاپیسا او پروان ولایتونو کې هم د زیانونو ګډې ارزونې بشپړې شوې دي. ټاکل شوې ده چې په لوګر کې ۷۹ کورنیو، په کابل کې ۲۸ کورنیو، په کاپیسا کې ۶۵ کورنیو او په پروان کې ۴۵ کورنیو ته مرستې ورسول شي. دوی زیاته کړې چې په میدان وردګو او پنجشېر کې به هم ژر د اړتیاوو ارزونه پیل شي.

اوچا وايي، بشري مرستندویه بنسټونه د بېړنۍ سرپناه، روغتیايي خدمتونو، د پاکو اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحې، د خوندیتوب او زده‌کړو په برخو کې خپلې مرستې پراخوي.

اوچا خبرداری ورکړی چې وروستیو سېلابونو او ځمکښوویېدنو ښايي د تېرو جګړو پاتې ناچاوده مهمات بېلابېلو سیمو ته لېږدولي وي، چې دا چاره د سیمې د اوسېدونکو او بشري مرستندویه کارکوونکو لپاره د خطر کچه لوړه کړې ده.