Search

په غزني کې د «خون کوتل» سړک نږدې نیمايي چارې بشپړې شوې دي

News image
7 زمری 1405 - 12:29

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، په غزني ولایت کې د «خون کوتل» سړک د جوړولو چارې د ۶۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د یاد سړک پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې او دا مهال یې چارې په چټکۍ روانې دي.

د نوموړي په وینا، دغه سړک ۲۷.۸ کیلومتره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري او د «خون کوتل» له لارې د غزني د اجرستان او مالستان ولسوالۍ سره نښلوي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د ۱۵۳ کوچنیو او لویو پلګوټو، ۵۲۸۶ مترو استنادي دېوالونو او دوو واشونو جوړول هم شامل دي. تر اوسه د ۴۰ پلګوټو جوړول بشپړ شوي، ۳۵ پلګوټي تر کار لاندې دي او د ۷۸ نورو پلګوټو د جوړولو چارې به هم ژر پیل شي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، د «خون کوتل» سړک د غزني له مهمو مواصلاتي لارو څخه دی او په بشپړېدو سره به یې د اجرستان او مالستان ولسوالیو ترڅنګ د دایکنډي او ارزګان ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هم تر ډېره هوارې شي.

‎