د بېپولې ډاکټرانو سازمان (MSF) له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي او د هغوی خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
دغه سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په پاکستان کې ډېری افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ورځي، چې له امله یې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې او امیندواره ښځې هم له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، زرګونه افغان کډوال په پاکستان کې د نیول کېدو، توقیف، د کار له لاسه ورکولو او جبري ایستلو له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.
بېپولې ډاکټرانو سازمان له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
دغه سازمان همدارنګه له ټولو هغو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو کوربهتوب کوي، څو تر هغه چې په افغانستان کې د خوندي او باعزته ستنېدو شرایط نه وي برابر شوي، د افغانانو له جبري ستنولو ډډه وکړي.