د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) وايي، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې له ایران او پاکستان څخه نږدې شپږ میلیونه افغانان افغانستان ته راستانه شوي، چې له امله یې په هېواد کې پر استوګنځایونو، عامه خدمتونو او بنسټیزو زېربناوو فشار لا زیات شوی دی.
دغه بنسټ په خپل نوي راپور، «په افغانستان کې د دوامدارو حللارو پروګرام؛ د بېرته راستانه شویو او بېځایه شویو کسانو د بیا ادغام ملاتړ په هغو سیمو کې چې د راستنېدونکو شمېر پکې لوړ دی» کې ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو پېچلو بېځایه کېدو بحرانونو سره مخ دی. د راپور په وینا، د څو لسیزو جګړو، بهرنۍ اشغال، اقتصادي رکود، د اقلیم بدلونونو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو پراخې راستنېدنې دغه وضعیت لا پسې پیچلی کړی دی.
د UN-Habitat د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې شاوخوا ۵.۸ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي، چې له امله یې په ښارونو او ښاري څنډو کې، چې له وړاندې د مناسب استوګنځای، لومړنیو خدمتونو، د کار فرصتونو او بنسټیزو زېربناوو له کمښت سره مخ دي، فشار زیات شوی دی.
راپور زیاتوي، د افغانستان نږدې نیمايي وګړي لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري او هغه ټولنې چې د بېځایه کېدو له ستونزې سره مخ دي، د بېوزلۍ، د خوړو د نه خوندیتوب، د مناسب سرپناه د نشتوالي، د اقلیم اړوندو طبیعي پېښو او د خوندیتوب له ګواښونو سره لاس او ګرېوان دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د دغو ستونزو د حل لپاره یوازې لنډمهاله بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې اړتیا ده چې استوګنځایونه، بنسټیزې زېربناوې، د خلکو د عاید سرچینې او سیمهییزه اداره پیاوړې شي، څو د بېرته راستانه شویو کسانو دوامداره بیا ادغام او د ټولنو د مقاومت وړتیا یقیني شي.
UN-Habitat ویلي، ډېری بېرته راستانه شوي، کورني بېځایه شوي او کوربه ټولنې په هغو ښارونو او ښاري سیمو کې ژوند کوي چې بنسټیز خدمتونه پکې محدود او د اقلیم د بدلون له خطرونو سره مخ دي. د راپور په وینا، همدې چارې ښارونه او سیمهییزې ټولنې د افغانستان د بیارغونې او ثبات لپاره په مهمو مرکزونو بدل کړي دي.
دغه اداره وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳–۲۰۲۷ ستراتیژیک چوکاټ او د کورنیو بېځایه شویو کسانو لپاره د بیناداري دایمي کمېټې (IASC) د دوامدارو حللارو له چوکاټ سره سم، داسې ګډ پروګرامونه پلي کوي چې د استوګنځایونو رغول، د کور او ځمکې د ملکیت حقونه، لومړني خدمتونه، ښاري پلان جوړونه او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت پیاوړتیا پکې شامله ده.
د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې او د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق (STFA) په مالي ملاتړ، دغه پروګرامونه د بېرته راستانه شویو او بېځایه کېدو اغېزمنو ټولنو ملاتړ کوي. په دې پروژو کې د سیمو بیارغونه، د اقلیم پر وړاندې د مقاومو زېربناوو پراختیا، د کار فرصتونو رامنځته کول، د کور او ځمکې د حقونو پیاوړتیا او په سیمهییزه پلان جوړونه کې د خلکو ګډون شامل دي.
UN-Habitat ویلي، د دغو پروګرامونو موخه د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول، د بېرته راستانه شویو کسانو د بیا ادغام پیاوړتیا، د ټولنیز یووالي وده او په هغو سیمو کې د ټولنو د مقاومت زیاتول دي چې د راستنېدونکو او بېځایه شویو شمېر پکې لوړ دی.
دغه بنسټ، چې په افغانستان کې د څه باندې شلو کلونو تجربې ته اشاره کوي، وايي په موجوده استوګنځایونو او ښاري سیستمونو کې پانګونه یوه دوامداره او ارزانه حللاره ده، چې هم د بېرته راستانه شویو او هم د کوربه ټولنو په ګټه تمامېږي او د بشري مرستو، بیارغونې او اوږدمهالې پراختیا ترمنځ واټن راکموي.
د راپور په پایله کې ویل شوي، په هغو سیمو کې چې د بېرته راستانه شویو شمېر لوړ دی، د استوګنځایونو او بنسټیزو خدمتونو پیاوړتیا کولی شي د مرستهکوونکو پانګونه خوندي کړي، اوږدمهاله ثبات ټینګ کړي او په راتلونکې کې د بیا بېځایه کېدو خطر راکم کړي.