Search

ناروې کې یو افغان د خپلې ملګرې د وژنې په تور نیول شوی

News image
8 زمری 1405 - 09:29

د ویشګراد۲۴ خبري اژانس د راپور له مخې د ناروې پولیسو یو ۳۴ کلن افغان د خپلې ناروېژۍ ملګرې د وژنې په تور نیولی دی. قرباني، چې مارن سومه نومېده، تر سختو ټپونو وروسته روغتون ته ولېږدول شوه، خو وروسته یې هلته ساه ورکړه. دغه پېښې یو ځل بیا په ناروې کې د کورني تاوتریخوالي د شکایتونو د ارزونې او د ورته جرمونو د مخنیوي په اړه بحثونه راپارولي دي.

د ناروې پولیسو ویلي، د جولای په ۲۶مه، یکشنبې د یوې ټپي شوې ښځې د راپور تر ترلاسه کولو وروسته یې د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د یرن سیمې یوه کور ته ځان ورساوه او هلته یې مارن سومه له سختو ټپونو سره وموندله. نوموړې روغتون ته د لېږد پر مهال ژوندۍ وه، خو د جولای په ۲۷مه، دوشنبې یې ساه ورکړه.

پولیسو د هغې ۳۴ کلن ملګری، چې د افغانستان تبعه دی، هماغه ورځ ونیو. په لومړي سر کې هغه د وژنې د هڅې په تور نیول شوی و، خو د ښځې تر مړینې وروسته دا تور په وژنه بدل شو. د پولیسو په وینا، دواړو له یو بل سره عاطفي اړیکه لرله.

محکمې د جولای په ۲۸مه، سې‌شنبې پرېکړه وکړه چې تورن به د څلورو اوونیو لپاره په موقتي توقیف کې وساتل شي او د لیدنو او اړیکو حقونه به یې هم محدود وي. د هغه مدافع وکیل د محکمې پر پرېکړې اعتراض کړی او ویلي یې دي چې شواهد په سمه توګه نه دي ارزول شوي.

پولیسو ویلي، د عدلي طب لومړنی راپور یې ترلاسه کړی، خو د روانو څېړنو له امله یې جزییات نه دي خپاره کړي. د پېښې له ځایه یو شمېر توکي هم ضبط شوي، خو د هغو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

تورن کس د وژنې تور رد کړی دی. د هغه مدافع وکیل، آروید شویدین، ویلي چې موکل یې ادعا کوي مارن سومه ناڅاپه له روغتیايي ستونزې سره مخ شوه او ساه یې بنده شوه. د وکیل په وینا، تورن د مرستې لپاره چیغې وهلې او له یوه ګاونډي یې غوښتي وو چې امبولانس ته زنګ ووهي.

وکیل دا ادعا هم کړې چې د مارن سومه پر بدن پخواني کبودونه د زینو څخه د لوېدو له امله رامنځته شوي وو، خو پولیسو دا ادعا نه ده تایید کړې.

د پولیسو په وینا، له وژل کېدو څو ورځې مخکې مارن سومه د خپل بدن د کبودو نښو له امله روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې وه.

له دې وروسته، پولیسو د جولای په ۱۷مه د کورني تاوتریخوالي دوسیه ثبت کړه او د هغې ملګری یې ونیو، خو وروسته یې خوشې کړ. د پولیسو څارنوال فریدریک سوما ویلي، د هغه د دوامداره توقیف لپاره قانوني شرایط نه وو برابر.

پولیس وايي، د همدې دوسیې څېړنې لا روانې وې چې مارن سومه وروسته له سختو ټپونو سره وموندل شوه. اوس د دواړو د اړیکو مخینه او د تاوتریخوالي پخوانۍ دوسیه د وژنې د څېړنو برخه ده.

د مارن سومه د کورنۍ وکیل، براګه نوردګورد، دا پېښه «د اټکل وړ غمیزه» بللې او ویلي یې دي چې قربانۍ له دې مخکې اړینه مرسته نه وه ترلاسه کړې.

د راپور له مخې، تورن د ۲۰۰۰مې لسیزې په لومړیو کې له خپلې کورنۍ سره ناروې ته کډه شوی او د خپل ژوند ډېره برخه یې د یرن په سیمه کې تېره کړې ده.

هغه په ۲۰۱۹ کال کې د خپلې پخوانۍ ملګرې پر وړاندې د څو ځله تاوتریخوالي او نورو جرمونو له امله په یو کال او دوو میاشتو بند محکوم شوی و.

د محکمې د پرېکړې له مخې، هغه خپله پخوانۍ ملګرې څو ځله وهلې وه، پر مخ یې پرې سګرټ مړ کړی و او د اوسپنیزې پنجې په وسیله یې هم پرې برید کړی و. نوموړي د اړیکو له منع کېدو سره سره د هغې کور ته هم تللی، د کور ښیښې یې ماتې کړې او ګواښونه یې ورته کړي وو.

محکمې ویلي وو چې دا اړیکه له دوامدار تاوتریخوالي او کنټرولوونکي چلند سره مل وه او تورن د خپلې ملګرې پر اړیکو او تګ راتګ سخت محدودیتونه لګولي وو.

هغه په همدې دوسیه کې د ګواښ، د شتمنۍ د تخریب، غلا، د چاقو او تبر د ناقانونه لېږد او د نشې په حالت کې د موټر چلولو په جرمونو هم محکوم شوی و.

تورن هغه مهال هم د تاوتریخوالي تورونه رد کړي وو، خو محکمې د شاهدانو د څرګندونو، انځورونو او نورو شواهدو پر بنسټ هغه مجرم پېژندلی و.

د راپور له مخې، نوموړی په ۲۰۱۷ کال کې هم د خپلې بلې پخوانۍ ملګرې سره د ناوړه چلند په یوه دوسیه کې محکوم شوی و، خو وروسته استینافي محکمې د شک د موجودیت له امله هغه حکم لغوه او نوموړی یې بری کړی و.

د مارن سومه پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي له دوسیې وروسته د تورن خوشې کېدو په ناروې کې پراخ بحثونه راپارولي دي.

پولیسو ویلي چې د مخنیوي د اقداماتو په اړه راپورته شوې پوښتنې درک کوي، خو دا مهال یې ټول تمرکز د وژنې پر څېړنو دی او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به د خپلو پرېکړو په اړه معلومات خپاره کړي.

د پولیسو د کړنو د ارزونې خپلواک بنسټ هم ویلي چې اوسمهال د پولیسو د فعالیتونو د پلټنې لپاره کوم دلیل نه ویني، خو د دې دوسیې پرمختګونه له نږدې څاري.