Search

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره د نوې ستراتیژۍ خبر ورکړ

News image
8 زمری 1405 - 13:07

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، په ۲۰۲۵ کال کې یې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې، د ستونزمن کاري چاپېریال او د بشري اړتیاوو د زیاتوالي سربېره، بنسټیز او د ژوند ژغورونکي روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

دغه سازمان په خپل ۲۰۲۵ کلني راپور کې ویلي، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو ساتنه یې د فعالیتونو په مرکز کې وه او روغتیايي مرکزونو، روغتونونو، بېړنیو څانګو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ناروغانو د زیاتېدونکي شمېر او د طبي خدمتونو د لوړې اړتیا لپاره خپل خدمات وړاندې کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د ملي روغتیايي پالیسۍ پلي کېدل په ۲۰۲۵ کال کې له مهمو لاسته راوړنو څخه بللي دي. دغه سازمان ویلي، له طالبانو د عامې روغتیا وزارت سره یې په ګډه د ۲۰۲۵ – ۲۰۳۰ ملي روغتیايي ستراتیژۍ پر جوړولو کار کړی، چې موخه یې د هېواد د روغتیايي نظام پیاوړتیا ده.

د راپور له مخې، دغې ستراتیژۍ مرسته کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان تخنیکي مرستې، عملیاتي ملاتړ او د ظرفیت لوړونې هڅې د افغانستان له ملي روغتیايي لومړیتوبونو او د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه‌ییز دفتر له مهمو پروګرامونو سره همغږې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دوی ملاتړ د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي او په افغانستان کې د یوه پیاوړي او عادلانه روغتیايي نظام د بنسټ په جوړولو کې مرسته کړې ده.افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د روغتیايي خدمتونو د کمښت، د بشري مرستو پر اړتیا او د روغتیايي کارکوونکو او امکاناتو د محدودیتونو له ننګونو سره مخ دی. نړیوال روغتیايي بنسټونه وايي، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو دوام او پراختیا د میلیونونو افغانانو لپاره د اساسي درملنې د لاسرسي په برخه کې مهم رول لري.