Search

د بښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د افغانانو جبري ایستل ودروي

News image
9 زمری 1405 - 13:24

د بښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د افغانانو د جبري ستنولو هڅې سمدستي ودروي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د جبري ستنولو لپاره خوندي نه دی او دا ډول اقدامات د نړیوالو کډوالو او بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې دي.

دغه سازمان د اروپايي کمېسیون د کورنیو چارو کمېشنر مګنوس برونر او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو ته په یوه لیک کې ویلي، د افغانانو د بېرته ستنولو او منلو په برخه کې له طالبانو سره د همکارۍ لپاره د اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو وروستۍ هڅې «بې‌پروا» او «له وجدانه لرې» دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۳مه د طالبانو یو پلاوی د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته تللی و او هلته یې د اروپايي کمېسیون او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو او منلو په اړه د تخنیکي همکاریو خبرې کړې دي.

د سازمان په وینا، دغه لیدنه وروسته له هغې ترسره شوه چې اروپايي کمېسیون د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۲مه طالبانو ته بلنه ورکړه، په ۲۰۲۶ کال د جنورۍ کې یې کابل ته سفر وکړ او تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې ۱۹ غړو هېوادونو او ناروې افغانستان ته د ستنولو د بهیر د چټکولو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه کړې وه.

بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغانستان اوس مهال د جبري ستنولو لپاره خوندي هېواد نه شي ګڼل کېدای. دغه سازمان د بشري حقونو پراخې سرغړونې، د اساسي ازادیو محدودیتونه او د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې خطرونه د خپلو اندېښنو اصلي لاملونه بللي دي.

دغه سازمان ادعا کړې چې طالبانو هغه قانوني خوندیتوبونه له منځه وړي چې پخوا یې د بنسټیزو حقونو ساتنه کوله او داسې تګلارې یې پلې کړې چې ښځې، نجونې او لږکي له تبعیض سره مخ کوي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې خپلسري نیونې، ناقانونه بند، جبري ورکول، شکنجه او نورې سرغړونې لا هم شته، او ښځې او نجونې تر ډېره له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي.

دغه سازمان ویلي، بشري وضعیت هم خراب شوی او وچکالۍ، طبیعي پېښو او د بشري مرستو کمېدو د هېواد ستونزې زیاتې کړې دي. د بښنې نړیوال سازمان افغانستان د نړۍ درېیم ستر بشري ناورین بللی او ویلي یې دي چې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې شاوخوا ۵.۴ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې د سرپناه، کار، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

بښنې نړیوال سازمان د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانو سرحدي نښتو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغو نښتو ملکي وګړو ته زیان رسولی، ملکي تاسیسات یې زیانمن کړي او د خلکو د بیا بې‌ځایه کېدو لامل شوې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانانو د جبري ستنولو بیا پیل به راستانه شوي کسان د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ کړي او اروپايي هېوادونه به د نه جبري ستنولو اصل (Non-refoulement) د نقض له خطر سره مخ کړي. دغه اصل هېوادونه له دې منع کوي چې خلک داسې ځای ته ولېږي چې هلته د جدي زیان له خطر سره مخ وي.

بښنې نړیوال سازمان د اروپايي کمېسیون هغه دریځ هم رد کړی چې وايي، د جبري ستنولو بهیر به لومړی پر هغو کسانو تمرکز وکړي چې په «جدي جرمونو» محکوم شوي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي.

دغه سازمان ویلي، د نه جبري ستنولو اصل د هر شخص لپاره پلي کېږي او د یوه کس چلند یا جرمي مخینه دا حق نه شي محدودولای.

بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په برخه کې همکاري، چې په جرمونو محکوم شوي یا امنیتي ګواښ ګڼل کېږي، ښايي په راتلونکي کې د نورو افغانانو د پراخو ایستلو لپاره زمینه برابره کړي.

دغه سازمان ویلي، دا ډول همکاري به د اروپايي ټولنې له هغې ژمنې سره په ټکر کې وي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره یې کړې ده.

بښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې له طالبانو سره د بېرته ستنولو او منلو د همکارۍ هڅې پای ته ورسوي او افغانستان ته د افغانانو جبري ستنول بیا پیل نه کړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول راتلونکې اړیکې باید یوازې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو او سیستماتیکو سرغړونو پر حل متمرکزې وي.