د افغانستان د متحدې جبهې په کندهار کې د وسله والو فعالیتونو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د ملي اردو پخواني جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې ویلي، چې خپل وسلهوال فعالیتونه یې له کندهاره پیل کړي دي. دغې جبهې په یوه خپره شوې ویډیو کې ادعا کړې، چې د ۱۴۰۵ کال د زمري په اتمه یې د کندهار ـ سپین بولدک پر لویه لار پر طالبانو برید کړی دی.
د یادو فعالیتونو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته، سمیع سادات د زمري په ۱۱مه سهار وختي په یوه نږدې نهه دقیقې ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په ۱۳۸۰ کال کې یې له افغانستان سره د امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د ملاتړ مننه کوي او اوس ترې د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه کوي.
سادات ویلي: «موږ ستاسو سرتېري نه غواړو، موږ د خپل هېواد لپاره له تاسو څخه مرکزونه نه غواړو. موږ د طالبانو پر وړاندې د جګړې وس لرو، خو په دې پړاو کې ستاسو سیاسي ملاتړ غواړو.»
هغه زیاته کړې، چې جبهه یې یوازې له طالبانو سره نه، بلکې د القاعدې، داعش، تحریک طالبان پاکستان او نورو وسلهوالو ډلو پر وړاندې هم جګړه کوي چې د ده په وینا، په افغانستان کې فعالیت لري.
سادات ویلي، له طالبانو سره په جګړه کې به نړیوال قوانین په پام کې نیسي، خو د خپلو فعالیتونو لپاره به له کوم بل هېواد څخه اجازه نه اخلي.
هغه ویلي: «موږ یوازې خپله ازادي غواړو او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د تاریخ له سم اړخ سره ودرېږي.»
د متحدې جبهې مشر ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د خبرو اترو هڅو ته باید د پای ټکی کېښودل شي او په باور یې، دغه بهیر باید «ناکام» وبلل شي.
سادات ویلي: «زموږ جګړه د ازادۍ لپاره ده، افغانان ازاديخوښوونکي خلک دي.»
هغه روان وضعیت ننګوونکی او له قربانیو ډک بللی او له افغانستان دننه او بهر مېشتو افغانانو یې غوښتي چې له دغې جبهې سره یوځای شي او د افغانستان د راتلونکي لپاره په جګړه کې برخه واخلي.
سادات ویلي: «راځئ چې ازادي ترلاسه کړو او د درې رنګه بیرغ لاندې متحد شو.»
نوموړي د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته په خطاب کې ویلي، چې جبهه یې غواړي افغانستان د طالبانو له «رژیم» څخه ازاد کړي او نه غواړي ګاونډیو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي.
هغه ویلي: «موږ خپل راتلونکی له تاسو سره یوځای وینو، موږ ستاسو پر ضد نه یو، دا طالبان دي چې ستاسو پر ضد دي.»
سادات افغانانو ته په خطاب کې ویلي، چې د خلکو ستونزې ویني او د هغوی لپاره بېرته افغانستان ته راګرځي.
هغه زیاته کړې: «تاسو له جګړې مه وېرېږئ، دا د طالبانو پر ضد ده، موږ به تاسو خوندي ساتو.»
د متحدې جبهې مشر د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه ویلي، چې د طالبانو له واکه د افغانستان تر «ازادولو» وروسته به لویه جرګه راوغواړي.
د هغه په وینا، د دوی پلان دا دی چې واک ښځینه او نارینه مشرانو ته وسپارل شي، څو د نوي افغان حکومت لپاره پالیسۍ جوړې کړي. سادات ویلي، د دوی جبهه به له دغه بهیر څخه ملاتړ وکړي او ټول افغانان، ښځې او نارینه، به پکې شامل وي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان متحده جبهه د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې په امریکا کې جوړه شوې ده. دغې جبهې تر دې وړاندې ډېری سیاسي فعالیتونه ترسره کړي، خو د راپورونو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د جبهې سرچینې پر طالبانو د وسلهوال برید خبر ورکوي.