د روسیې چارواکي وايي، د مسکو په مرکز کې یوه رستورانت ته څېرمه د لاسي جوړ شوي بم په چاودنه کې درې کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، چاودنه د شنبې په ماښام، د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۱۰مه، د مسکو په مرکزي سیمه کې د کودرینسکایا په میدان کې یوه ایټالوي رستورانت ته څېرمه شوې ده.
د روسیې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې ویلي، یوې ناپېژندل شوې ښځې غوښتل رستورانت ته ننوځي، خو د امنیتي ساتونکي له خوا ودرول شوه او له هغې وروسته چاودنه وشوه.
د راپورونو له مخې، په پېښه کې د بم لېږدوونکې ښځې، امنیتي ساتونکي او د رستورانت د یوه پېرېدونکي په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
روسي چارواکو تر اوسه د وژل شویو کسانو او د احتمالي بریدګرو هویت نه دی اعلان کړی. همداراز، تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د روسیې کومرسانټ ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ښايي د چاودنې هدف د رستورانت په بهرنۍ برخه کې ناستو مېلمنو ته زیان رسول و او احتمال شته چې بم له لرې څخه چاودول شوی وي.
دا چاودنه داسې مهال شوې چې روسیه له اوکراین سره د روانې جګړې له امله په وروستیو میاشتو کې د پوځي چارواکو او حساسو ځایونو د ساتنې لپاره د امنیتي تدابیرو د زیاتولو خبر ورکړی دی.