Search

مجاهد: له پاکستان سره د کړکېچ د دوام غوښتونکي نه یو

News image
11 زمری 1405 - 17:21

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې هغوی له پاکستان سره د ستونزو پیلوونکي نه دي او نه غواړي له دغه هېواد سره یې کړکېچ دوام ولري.

ښاغلي مجاهد د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روان تاوتریخوالی د ټولو اړخونو په زیان بللی او ویلي یې دي، طالبان هڅه کوي دغه ستونزه په اساسي ډول حل کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې سوداګري او اقتصادي اړیکې یوه انساني موضوع ده او باید له سیاسي اړیکو جلا وساتل شي. هغه دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ ځمکنۍ سوداګري له شاوخوا ۱۰ میاشتو راهیسې په ټپه ولاړه ده.

همدارنګه، هغه ویلي، چې افغانستان کې د جبهو «خوبونه» دې څوک نه ویني، دا هېواد اوس واحد حکومت، رهبري او ځواکونه لري.

مجاهد وویل، له هېواده بېرون یو شمیر هغه  افراد او اشخاص چې پخوا یې ډلې ټپلې درلودې، خپلو عنوانونو ته نوي پوښونه او نومونه ورکوي او غواړي له دې لارې افغانستان ناامنه کړي او یا یې ناامنه وښيي خو دوی به داسې څه ته فرصت ورنکړي.

د طالبانو ویاند زیاته کړه افغانستان کې کومه جبهه نشته، دا یوازې عنوانونه دي چې په ټولنیزو رسنیو کې د پروپاګند لپاره ترې یادونه کیږي.

مولوي ذبیح الله مجاهد د شریرو ډلو موجودیت ته په اشارې وویل، د دوی هستې له هېواده بېرون تښتیدلي دي، بېلا بېلو استخباراتي جولیو ته یې ځانونه غورځولي او دوی ترې خبر دي.

شریرو ډلو ته د ښاغلي مجاهد پیغام داو، افغانستان اوس داسې ځواکونه لري چې د سر په بیه یووالی، امنیت، نظام او ګټې یې خوندي کولی شي او هېڅ تحرک ته اجاز نه ورکوي.