Search

یو افغان وګړی په یونان کې د بریتانیايي ښځې د وژنې په تړاو تورن پېژندل شوی

News image
12 زمری 1405 - 08:20

ګارډین راپور ورکړی چې یو ۲۶ کلن افغان وګړی په یونان کې د یوې ۳۸ کلنې بریتانیايي ښځې د مړینې په تړاو د قصدي وژنې، غلا او د وسلو اړوند جرمونو په تور تورن شوی دی.

د راپور له مخې، د الیزابت جېن راس، چې په «لیزا» مشهوره وه او د سکاټلنډ له اېډینبورګ ښار څخه وه، جسد یې د جولای په ۱۸مه د یونان په پلازمېنه اتن کې د کیپسیلي سیمې په یوه پرېښودل شوې ودانۍ کې د یوه بکس دننه موندل شوی و.

د یونان پولیسو تایید کړې چې افغان وګړی د دې قضیې په تړاو نیول شوی او پر هغه تورونه لګېدلي دي. سیمه‌ییزو رسنیو ویلي، نوموړی د قصدي وژنې، غلا او د وسلو اړوند جرمونو له امله له قانوني تورونو سره مخ دی.

څېړونکو ویلي، راس د جون په وروستیو کې یونان ته تللې وه او تر هغه مخکې یې په څو ځایونو کې استوګنه کړې وه چې وروسته یې د اتن په اېکسارکیا سیمه کې د ځمکني پوړ یو اپارتمان په کرایه ونیو.

د یونان د پولیسو په وینا، شکمن کس د راس اپارتمان ته د ننوتلو لپاره د کیلیو یوې ټولګې ته لاسرسی درلود. راس تر مړینې مخکې وروستی ځل درې ورځې وړاندې له یوه ملګري سره اړیکه نیولې وه.

راپور وايي، پولیسو د امنیتي کامرو د ثبت شویو تصویرونو او د موبایل ټیلیفونونو د معلوماتو په ارزولو سره شکمن کس پېژندلی دی. د راپورونو له مخې، هغه د جولای د ۱۶مې په شپه د راس له اپارتمان څخه په اېکسارکیا کې یو لوی بکس په کیپسیلي کې پرېښودل شوې ودانۍ ته انتقال کړی و.

د ګارډین په حواله، نوموړی وروسته داسې لیدل شوی چې له سیمې څخه یوازې له یوه بکس‌پشت سره وځي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، شکمن کس د پوښتنو پر مهال ادعا کړې چې راس یې د اپارتمان په تشناب کې مړه موندلې وه، وروسته یې د هغې پاتې شوني په یوه بکس کې ایښي او بله ورځ یې له اپارتمان څخه انتقال کړي دي.

خو پولیسو ویلي، نوموړي وروسته اعتراف کړی چې د راس له موبایل ټیلیفون څخه یې د هغې کورنۍ او ملګرو ته پیغامونه استولي او د هغې له بانکي کارتونو څخه یې هم پیسې ایستلې دي.

د راپور له مخې، د اګست په لومړۍ نېټه د شکمن کس په استوګنځي کې د پولیسو د پلټنې پر مهال د ګلاک تومانچې یوه نقلي نمونه او پوځي ډوله چاړه موندل شوې چې له امله یې د وسلو اړوند نور تورونه هم پرې لګېدلي دي.

د عدلي طب څېړونکو د راس د پاتې شونو له ترلاسه شویو ګوتو نښو څخه د هغې هویت تثبیت کړی، سره له دې چې جسد یې په پرمختللي ډول تخریب شوی و.

شکمن کس د اړوندو عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوی، څو پر لګېدلو تورونو قانوني پروسه یې تعقیب شي.