Search

بغلان کې ترافیکي پېښې اته کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

News image
12 زمری 1405 - 10:21

په بغلان کې طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار په حسین‌خېلو سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۱۱مه د دوو مسافر وړونکو کوچنیو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په پېښه کې یو سړی، یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې لومړنی لامل بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې د مرګ‌ژوبلې له مهمو لاملونو څخه دي. د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه مراعاتول، د موټرو ترمنځ د خوندي واټن نه ساتل او د سړکونو خراب وضعیت هغه عوامل دي چې د ورته پېښو د رامنځته کېدو احتمال زیات کړی دی.