Search

پنجشېر کې د زړې ټانک مرمۍ چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړل

News image
13 زمری 1405 - 10:22

د پنجشېر د طالبانو امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ټانک د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په وینا، پېښه د زمري په ۱۲مه، ۱۴۰۵، دوشنبه مازیګر هغه مهال شوې چې ماشومان په سیمه کې د لوبو پر مهال له یادې مرمۍ سره مخ شوي او چاودنه رامنځته شوې ده.

مسوولین وايي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

طالبانو د پېښې لامل د ماشومانو بې‌احتیاطي بللې ده.

په افغانستان کې تر دې مخکې هم د زړو مرمیو او ناچاودو توکو د چاودنو لسګونه پېښې شوې چې له امله یې د ډېرو ماشومانو په ګډون سلګونه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم په هېواد کې د ماین‌پاکۍ پروګرامونه روان دي، خو لا هم په ګڼو سیمو کې ناچاودي توکي د خلکو ژوند ګواښي او وخت ناوخت د مرګ‌ژوبلې لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) څه موده مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د ناچاودو توکو او ماینونو د چاودنو شاوخوا ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.