د طالبانو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په لوکړخېلو سیمه کې یو کس خپل پلار په ډزو وژلی دی.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په وینا، دا پېښه د زمري په ۱۳مه، ۱۴۰۵،
سهشنبه د پلار او زوی ترمنځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
د سرچینې په خبره، د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی او په لومړنیو څېړنو
کې یې پر یاد جرم اعتراف کړی دی.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، د پېښې په اړه له څېړنو او تحقیقاتو
وروسته به نیول شوی کس اړوندو قضايي او عدلي ادارو ته وسپارل شي.
په افغانستان کې د کورنیو ترمنځ شخړې او تاوتریخوالی وخت ناوخت د مرګژوبلې
لامل کېږي.