رویټرز د چهارشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي او دوو سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ایران او عمان ترمنځ د وړاندیز شوي تړون له مخې، چې موخه یې د ایران او امریکا ترمنځ د پنځو میاشتو جګړې پای ته رسول دي، تهران ته به د هرمز تنګي له لارې خلیج ته پر ننوتونکو کښتیو د کنټرول واک ورکړل شي.
امریکا تر اوسه د دغه وړاندیز په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ستراتېژیکې اوبو لارې د بیا پرانیستلو لپاره تړون نږدې شوی، خو امریکايي چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې واشنګټن به د نړۍ د انرژۍ له مهمو سمندري لارو څخه یوې ته د ایران د لاسرسي له کنټرول سره موافقه ونه کړي.
رویټرز ته ایراني او سیمهییزو سرچینو ویلي چې دغه وړاندیز به ایران ته له شویو تر ټولو لویو امتیازونو څخه وي او ښايي د سیمې د ځواک توازن د پام وړ د تهران په ګټه بدل کړي.
ایراني او عماني چارواکو رویټرز ته ویلي چې دواړو هېوادونو د هرمز تنګي په اړه په دوه اړخیزو خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د دوی د خبرو تمرکز دا دی چې سوداګریزې کښتۍ، چې خلیج ته ننوځي یا ترې وځي، د ایران د ځمکنیو اوبو له لارې تېرې شي.
پنځو سرچینو، چې له موضوع څخه خبر دي، رویټرز ته ویلي چې ایران د خلیجي هېوادونو له حکومتونو سره دا خبرداری هم شریک کړی چې که امریکا پر ایران نوی پوځي برید وکړي، تهران به د سیمې پر مهمو انرژۍ زېربناوو د غچ اخیستونکو بریدونو اقدام وکړي.
یوه خلیجي سرچینې رویټرز ته ویلي: «د ایران خبرداری روښانه و؛ که امریکا د ایران زیربناوې په نښه کړي، دوی به په ځواب کې د خلیج د انرژۍ پر تاسیساتو او د سیمې پر نورو اهدافو بریدونه وکړي.»
د خبرو په اړه سیمهییزو او ایراني سرچینو رویټرز ته ویلي چې د مذاکراتو له پرمختګ سره سره، لا هم څو مهمې موضوعات نه دي حل شوي.
یوه سیمهییزه سرچینه ویلي چې مذاکره کوونکو په اصولو کې د هرمز تنګي د یوې بڼې د کنټرول په اړه د ایران له غوښتنې سره موافقه کړې، خو بلې سیمهییزې سرچینې ویلي چې لا هم خبرې روانې دي چې دغه کنټرول به په څه ډول تعریفېږي.
یوه لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي چې تهران د هغو کښتیو لپاره، چې له هرمز تنګي تېرېږي، د بار د ارزښت له پنځو تر اوو سلنې پورې د ترانزیټ فیس غوښتنه کوي. د نوموړي په وینا، عمان د شاوخوا درې سلنې فیس وړاندیز کړی، خو امریکا د فیس له اخیستو پرته د تګ راتګ غوښتنه کوي.
دغه ایراني چارواکي ویلي چې د تړون اوسنۍ مسوده ایران ته د هرمز تنګي له لارې خلیج ته پر ننوتونکو کښتیو د واک ورکولو وړاندیز کوي، خو د خلیج له سیمې څخه د وتونکو کښتیو د څارنې په برخه کې د تهران د رول په اړه لا هم خبرې روانې دي.