Search

روسیې: د سمندرونو په تل کې د امریکا یو اړخیز اقدامات د نړیوالو قوانینو خلاف دي

News image
15 زمری 1405 - 19:44

روسیې یو ځل بیا د سمندرونو په ژور تل کې د کانونو د استخراج په اړه د امریکا له یو اړخیزو اقداماتو سره مخالفت څرګند کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول اقدامات د سمندرونو د نړیوال حقوقي نظام کمزوری کوي.

دا څرګندونې د سمندر د تل نړیوالې ادارې (ISA) د اسامبلې په ۳۱مه غونډه کې وشوې، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۲۷مې تر ۳۱مې نېټې پورې د جامایکا په کینګسټن ښار کې ترسره شوه. د روسیې پلاوي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د روسیې د طبیعي سرچینو او چاپېریال مرستیال وزیر او د پلاوي مشر تیتینکین په خپله وینا کې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د امریکا د ولسمشر هغه فرمان ته په اشارې سره، چې د سمندر په ژور تل کې د کانونو د استخراج په اړه صادر شوی و، وویل چې دا ډول یو اړخیز اقدامات د ۱۹۸۲ کال د ملګرو ملتونو د سمندرونو د قانون کنوانسیون له احکامو سره په ټکر کې دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا اقدامات د نړیوال سمندري تل د «سیمې» حقوقي نظام او د سمندر د تل نړیوالې ادارې صلاحیتونه کمزوري کوي او د ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول د مخ پر ودې هېوادونو، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ له ګواښ سره مخ کوي.

روسیې یو ځل بیا اعلان وکړ چې هغه بهرنۍ پولې، چې امریکا په ۲۰۲۳ کال کې په یو اړخیز ډول د خپل «پراخ شوي» قاره‌یي شیلف لپاره ټاکلې دي، په رسمیت نه پېژني. مسکو وایي، دغه اقدام د نړیوال عرف او منل شویو حقوقي کړنلارو سره سمون نه لري.

روسیې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو وغوښتل چې له یو اړخیزو اقداماتو ډډه وکړي او د هغو موازي میکانېزمونو له رامنځته کولو څخه ځان وساتي چې د ۱۹۸۲ کال د کنوانسیون موخې او د ټول بشریت په ګټه د نړیوال سمندري تل د سرچینو منظم، خوندي او عادلانه استعمال زیانمنولی شي.