د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي ویلي چې د «عزیزي انرژۍ» شرکت او د چین د «شانګهای الکټریک» شرکت ترمنځ په افغانستان کې د برېښنا د تولید د پروژو لپاره د تجهیزاتو او مهمو پرزو د برابرولو په موخه د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شوی دی.
میرویس عزیزي پر «ایکس» ټولنیزې شبکې لیکلي چې چین ته د خپل سفر په دویمه ورځ یې د شانګهای الکټریک له مشرانو او د مدیریت له ټیم سره، چې د مدیره پلاوي رییس شیان ژیلونګ هم پکې شامل و، لیدنه کړې ده.
د عزیزي په وینا، شانګهای الکټریک د برېښنا د تولید د تجهیزاتو او ماشینونو له مخکښو نړیوالو جوړونکو څخه دی چې د ډبرو سکرو او طبیعي ګاز پر بنسټ حرارتي برېښنا، لمریزې او بادي انرژۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې تجهیزات تولیدوي.
عزیزي ویلي چې د نوموړي شرکت له لوري له شانګهای الکټریک سره تر دې مخکې هم سوداګریزې اړیکې شوې دي او د افغانستان د برېښنا د تولید د پروژو لپاره یې له دغه چینایي شرکت څخه د برېښناکوټونو تجهیزات اخیستي دي.
د نوموړي په خبره، په دغو تجهیزاتو کې د کابل، پروان او غزني ولایتونو د دریو لمریزو برېښناکوټونو مهمې برخې هم شاملې دي چې اوس مهال د جوړېدو په حال کې دي او په ګډه به د ۳۳۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.
عزیزي زیاته کړې چې د دواړو شرکتونو د سوداګریزو ګټو د همغږۍ له امله تمه لري چې په راتلونکو کلونو کې به د عزیزي انرژۍ او شانګهای الکټریک ترمنځ سوداګریزې همکارۍ د پام وړ پراخې شي.
د نوموړي په وینا، دغه همکاری به یوازې تر نویو کېدونکو انرژیو محدودې نه وي، بلکې د ډبرو سکرو او طبیعي ګاز پر بنسټ حرارتي برېښنا، د برېښنا سبسټېشنونو د جوړولو لپاره د اړینو تجهیزاتو او نورو مهمو برخو ته به هم پراخه شي.
د عزیزي په وینا، د دواړو شرکتونو د لیدنې په پای کې د «عزیزي انرژۍ» او شانګهای الکټریک ترمنځ د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به یې په راتلونکو څلورو کلونو کې د ټولټال ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لپاره اړین تجهیزات او مهمې برخې برابرې شي.