Search

ایران: د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو هوکړې ته نږدې شوي یو

News image
18 زمری 1405 - 08:12

رویټرز راپور ورکړی دی، چې ایران او عمان د هرمز له تنګي څخه د لنډمهاله سمندري تګ راتګ د لارې پر سر هوکړې ته نږدې شوي، خو تهران وايي، د دې مهمې لارې بیا پرانیستل به د پراخو شرایطو، له ډلې د امریکا په امتیازونو، پورې تړاو ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره خبرې اترې «هوکړې ته ډېرې نږدې» شوې دي. په ورته وخت کې د ایران لوړپوړو امنیتي چارواکو ویلي، د هرمز تنګي بیا پرانیستل به د امریکا د ګواښونو او بندیزونو پای، د محاصرې لرې کول او د ایران د شتمنیو بېرته خوشې کول هم وغواړي.

عمان له ایران سره د سمندري لېږد رالېږد د ترتیباتو په اړه خپلې خبرې «مثبتې او رغنده» بللې او له ټولو لورو یې غوښتي چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د خبرو بهیر زیانمنولی شي.

متحده عربي اماراتو ویلي، ایران د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو پر مهال د دغه هېواد د دولتي نفتو له شرکت سره پر یوې تړلې بېړۍ توغندی ویشتلی دی. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو ادارې هم ویلي، یوه بېړۍ وروسته له هغه اور واخیست چې د نامعلومې توغندیزې وسیلې له لګېدو سره مخ شوه؛ خو اور یې وروسته مړ شو.

د هرمز تنګی چې له جګړې مخکې د نړۍ د تېلو او ګازو د شاوخوا پنځمې برخې د لېږد اصلي مسیر و، د جګړې له پیل راهیسې له پراخو ګډوډیو سره مخ دی.

د رویټرز په وینا، یوه امریکايي چارواکي ویلي، واشنګټن تمه لري چې داسې هوکړه وشي چې له مخې یې سوداګریز سمندري تګ راتګ بېرته پیل شي. نوموړي زیاته کړې، امریکا به هغه مهال د ایران پر بندرونو خپله محاصره پای ته ورسوي چې تهران خپلې ژمنې عملي کړي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ویلي، د هرمز تنګي بیا پرانیستل به یوازې د ایران او عمان پر خبرو پورې تړلي نه وي، بلکې واشنګټن باید د تهران شرایط ومني.