Search

طالبان: غزني کې د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي

News image
18 زمری 1405 - 11:01 حمیم حلیم

په غزني ښار کې د یوه زاړه ناچاوده توکي د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، پېښه پرون شنبه مازیګر د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د نوغي کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې پنځه ماشومان له یوه زاړه ناچاوده توکي سره لوبې کولې.

د سرچینې په وینا، په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې امنیتي ځواکونه د پېښې سیمې ته پر وخت رسېدلي، ټپیان یې د غزني ملکي روغتون ته لېږدولي او د وژل شویو ماشومانو جسدونه یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، د پېښې لامل له ناچاوده توکي سره بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.

په ورته مهال، د قره‌باغ ولسوالۍ د میر حسن کلي کې هم پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ یوه ناچاوده مرمۍ چاودلې او هغه یې ټپي کړې ده.

د سرچینې په وینا، د نوموړې نجلۍ روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.