د افغانستان د ازادو مبارزو دوو لوبغاړو عبدالعظیم بدخشي او ربیع پنجشیري د هند په حیدراباد ښار کې د آیافال سازمان په سیالیو کې خپل سیالان مات کړي دي.
دواړو لوبغاړو پر ټولنیزو رسنیو په جلا جلا پوسټونو کې د خپلو بریاوو
خبر ورکړی دی.
عبدالعظیم بدخشي ویلي، تېره شپه یې له یوه بلاروسي لوبغاړي سره مبارزه
وکړه او د لومړي پړاو په شاوخوا ۲۰ ثانیو کې
یې خپل سیال ناکاوټ کړ او بریا یې خپله کړه.
دا د بدخشي د وروستیو سیالیو له تر ټولو چټکو بریاوو څخه بلل کېږي.
په همدې سیالیو کې ربیع پنجشیري هم له یوه هندي لوبغاړي سره مخامخ شوی
او د لومړي پړاو له پیل شاوخوا یوه نیمه دقیقه وروسته یې د سابمېشن تخنیک په
کارولو سره خپل سیال تسلیمېدو ته اړ کړی دی.
دغه مبارزه د شاوخوا ۵۶ تر ۵۷
کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شوې او پنجشیري په دې بریا سره د آیافال
سیالیو په چوکاټ کې خپله لوبه ګټلې ده.
د آیافال سیالۍ د هند په
حیدراباد ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د ازادو مبارزو د لوبغاړو په ګډون ترسره
کېږي. ازادې مبارزې یا اماماې د بېلابېلو رزمي تخنیکونو ګډه سیالي ده چې په کې
ناکاوټ، تسلیمولو او د امتیازونو له لارې لوبغاړی بریا ترلاسه کولی شي.