Search

په کونړ کې د یوه ځوان سر پرې شوی جسد موندل شوی

News image
19 زمری 1405 - 11:11 خالد حمیدزوی

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د کونړ ولایت د سیند په غاړه کې د یکشنبې په ماسپښین د یوه ځوان سر پرې شوی جسد موندل شوی دی.

سرچینې وایي، وژل شوی ځوان عبدالباسط نومېده او د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

د سرچینو په وینا، عبدالباسط دوه ورځې وړاندې له ننګرهار څخه د چکر او تفریح لپاره کونړ ته تللی و، خو وروسته د ناپېژاندو کسانو له‌خوا وژل شوی دی.

سرچینې ادعا کوي چې د نوموړي ګرځنده ټیلیفون او بایسکل هم له هغه څخه اخیستل شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او د عاملانو د پېژندنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

په کونړ کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.