Search

د سوریې محکمې بشار الاسد په غیابي ډول په اعدام محکوم کړ

News image
20 زمری 1405 - 15:32 خالد حمیدزوی

د سوریې یوې محکمې د سې‌شنبې په ورځ له واکه لرې شوی ولسمشر بشار الاسد په غیابي ډول په اعدام محکوم کړ.

محکمې الاسد د سوریې د نږدې ۱۴ کلنې جګړې پر مهال د وژنو، شکنجو، خپلسرو نیونو او د بشریت ضد جرمونو په ګډون د یو شمېر نورو جرمونو په تړاو مجرم بللی دی.

دا د بشار الاسد پر وړاندې لومړنی قضايي حکم دی. نوموړی د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې د مخالفو وسله‌والو له پراخ برید وروسته له واکه لرې شو. د هغه له پرځېدو سره په سوریه کې د الاسد د کورنۍ څو لسیزه واکمني او هغه اوږده او خونړۍ جګړه پای ته ورسېده چې د سلګونو زرو سوریایانو د وژل کېدو لامل شوې ده.

الاسد هغه مهال له دمشق څخه وتښتېد چې مخالف وسله‌وال د سوریې پلازمېنې ته نږدې شوي وو. نوموړی اوس په مسکو کې ژوند کوي.

د سې‌شنبې په ورځ د پخوانیو حکومتي چارواکو د محاکمې پر مهال قاضي بشار الاسد د «له مخکې پلان شوې او قصدي وژنې، د څو کسانو او ماشومانو د وژنې، شکنجې، خپلسرو نیونو او د بشریت ضد جرمونو» په تور په اعدام محکوم کړ.

د الاسد د واکمنۍ پر مهال د سوریې یو امنیتي چارواکی عاطف نجیب هم په اعدام محکوم شوی دی.

بشار الاسد په ۱۹۶۵ کال کې زېږېدلی او په ۲۰۰۰ کال کې وروسته له هغه د سوریې ولسمشر شو چې پلار یې حافظ الاسد ومړ. هغه د خپلې کورنۍ واکمني او په سني مسلمانانو اکثریت لرونکي سوریه کې د علوي مذهبي ډلې نفوذ وساته.

الاسد له ایران سره د سوریې نږدې اړیکو ته هم دوام ورکړ او د اسرائیلو او امریکا پر وړاندې یې سخت دریځ خپل کړی و.

په ۲۰۱۱ کال کې د عربي پسرلي له پاڅونونو سره په سوریه کې د حکومت پر وړاندې لاریونونه پیل شول. لاریون کوونکو د دیموکراتیکو اصلاحاتو غوښتنه کوله، خو د حکومت له خوا له سخت او خونړي چلند سره مخ شول. وروسته دغه وضعیت په پراخه کورنۍ جګړه بدل شو چې نږدې ۱۴ کاله یې دوام وکړ.