کابل ټریبیون (کېټي)-- کاناډا وايي، تر هغه به له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو ملاتړ ونه کړي، څو د بشري حقونو، ټولګډون حکومتولۍ او بنسټیزو آزادیو د خوندیتوب په برخه کې څرګند پرمختګ رامنځته نه شي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند او د نړیوالې پراختیا د چارو
د دولت وزیر رنډیپ سرای د طالبانو د واک ته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په ګډه
اعلامیه کې د دغه ډلې «سخت ځپونکي سیاستونه» او د بشري حقونو سرغړونې وغندلې.
په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان د لادمخې خرابېدونکي بشري، سیاسي
او د بشري حقونو له بحران سره مخ دی او طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې د «سخت
ځپونکي ایډیالوژیک نظام» د پلي کولو له لارې د هغوی پر ژوند پراخ محدودیتونه لګولي
دي.
د کاناډا د چارواکو په وینا، میلیونونه افغان نجونې لا هم له زدهکړو
محرومې دي، په داسې حال کې چې ښځې د کار، تګ راتګ او د خپل غږ د ازاد بیانولو په
برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي.
کاناډا همداراز طالبان د خبریالانو د فعالیتونو د محدودولو، د بشري
حقونو د مدافعانو او مدني ټولنې د غږ د چوپولو او د قومي او مذهبي لږکیو د ځورونې
په تور تورن کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو د یوه ټولګډون او استازي حکومت د
جوړولو لپاره عملي ګامونه نه دي اخیستي. کاناډا خبرداری ورکړی چې ترهګرې ډلې لا هم
په افغانستان کې فعالیت کوي او دغه وضعیت د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ
بلل کېږي.
په اعلامیه کې راغلي: «طالبان باید د خپلو کړنو په اړه حساب ورکړي.»
د کاناډا ټینګار کړی چې هېواد یې به د بشري حقونو، ټولګډون حکومتولۍ
او بنسټیزو آزادیو په برخه کې د څرګند پرمختګ تر رامنځته کېدو مخکې د اړیکو د عادي
کېدو ملاتړ ونه کړي.
سره له دې، کاناډا وايي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د افغانستان له خلکو
سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.
د کاناډا د معلوماتو له مخې، دغه هېواد له ۲۰۲۱ کال راهیسې د روغتیايي
خدمتونو او زدهکړو په ګډون د لومړنیو اړتیاوو لپاره له ۱۴۳
میلیونه کاناډايي ډالرو ډېرې مرستې برابرې کړې دي.
کاناډا همداراز د خوړو او تغذیې، بېړنیو روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو
او روغتیا ساتنې او د خوندیتوب خدمتونو په ګډون د ژوند ژغورونکو بشري مرستو لپاره
له ۳۱۵ میلیونه
کاناډايي ډالرو ډېرې مرستې کړې دي.
کاناډا په پای کې ویلي چې د افغانستان له خلکو او د یوه باثباته، سولهییز
او خوندي هېواد لپاره د هغوی له هیلو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي؛ داسې هېواد چې
د ټولو وګړو حقونه او کرامت پکې خوندي وي.