کابل ټریبیون (کېټي)—د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په دوو جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۵ وسلهوال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، دغه عملیات د شنبې په ورځ، د زمري په ۲۴مه، ترسره
شوي دي.
د بلوچستان امنیتي چارواکو ویلي چې امنیتي ځواکونو د خضدار ولسوالۍ په
شور پرود کلي کې د وسلهوالو د شتون په اړه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ عملیات
ترسره کړل.
د چارواکو په وینا، د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې ۱۰
وسلهوال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې، د خیبر پښتونخوا پولیسو او امنیتي ځواکونو ویلي چې د
استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د بنو په سیمه کې د یوه وسلهوال قوماندان د شتون
په اړه عملیات ترسره کړي دي.
د پولیسو په وینا، په دې نښته کې پنځه وسلهوال وژل شوي دي.
پاکستاني امنیتي ځواکونو په دغو نښتو کې د خپلو سرتېرو د احتمالي
تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
چارواکو ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال له وسلهوالو
څخه یو شمېر وسلې، مهمات او یوه بېپیلوټه الوتکه هم ترلاسه کړې ده.
د دوی په وینا، وسلهوالو د بېپیلوټه الوتکې په وسیله پر څو پولیسو
پوستو بریدونه کړي، خو په دغو بریدونو کې مرګژوبله نه ده اوښتې.