Search

د پاکستان د ولسمشر ویاند: طالبان له خپلو ټولو ژمنو څخه شاته شوي

News image
25 زمری 1405 - 16:02 خالد حمیدزوی

کابل ټریبیون  (کې‌ټي) -- د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضیٰ سولنګي وايي، طالبان د ښځو د حقونو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د نشه‌يي توکو د مخنیوي په ګډون له خپلو ټولو مهمو ژمنو څخه شاته شوي دي.

سولنګي د شنبې په ورځ، د زمري په ۲۴مه، د طالبانو د واک ته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه لیکنه کې ویلي چې پنځه کاله د طالبانو لپاره کافي موده وه، خو افغانستان اوس یوې بلې لارې ته اړتیا لري.

هغه ویلي چې طالبان باید «روښانه او اړینو نښو» ته پام وکړي او په خپلو تګلارو کې بدلون راولي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند ویلي، طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته ژمنه کړې وه چې یو ټول‌ګډونه او استازي حکومت به جوړوي، د خپلې لومړۍ واکمنۍ په څېر به د ښځو پر وړاندې ځپونکي سیاستونه نه تکراروي او اجازه به نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو د سوداګرۍ لپاره وکارول شي.

سولنګي ادعا کړې چې طالبان په تېرو پنځو کلونو کې خپلو هېڅ یوه ژمنې ته ژمن نه دي پاتې شوي.

هغه خبرداری ورکړی چې که طالبان خپلو اوسنیو سیاستونو ته دوام ورکړي، د هغوی راتلونکی برخلیک به «له هغه څه هم ډېر بد» وي چې په ۲۰۰۱ کال کې ورسره مخ شوي وو.

سولنګي د پاکستان پر وړاندې د وسله‌والو بریدونو په اړه هم ادعا کړې چې د طالبانو اداره د هند په همکارۍ پاکستان ته د ترهګرۍ د صادرولو په هڅو کې ښکېله ده.

هغه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې راپورونو ته په اشاره ویلي چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې لا هم د سیمې لپاره یو «دوامدار او پرله‌پسې ګواښ» پاتې شوی دی.

د پاکستان د ولسمشر ویاند همداراز ادعا کړې چې طالبان د قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې «جنایتونه» ترسره کوي، ګاونډیو هېوادونو ته ترهګري صادروي او د نشه‌يي توکو سوداګرۍ ته په نړیواله کچه پراختیا ورکوي.