Search

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته روان شو

News image
2 وږی 1405 - 11:17 خالد حمیدزوی

کابل‌ټبیون (کې‌ټي)-- د پاکستان د پوځ مشر سید عاصم منیر د دوشنبې په ورځ له اسلام‌اباد څخه تهران ته روان شوی، څو له ایراني لوړپوړو چارواکو سره پر دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وکړي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د یوې باخبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې عاصم منیر څو شېبې وړاندې تهران ته روان شوی دی. د سرچینې په وینا، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سناتور سید محسن رضا نقوي هم په دې سفر کې له هغه سره ملګری دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې د عاصم منیر د سفر موخه د ایران او پاکستان ترمنځ د دوه‌اړخیزې همکارۍ پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو دوام دی.

د راپور له مخې، عاصم منیر به د خپل سفر پر مهال له ایراني لوړپوړو چارواکو سره لیدنې ولري.

عاصم منیر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په هڅو کې هم رول لري. هغه د دغو هڅو د پرمختګ لپاره د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۱۵مه تهران ته خپل لومړی سفر کړی و.

نوموړي د مې په ۲۲مه هم تهران ته سفر کړی و او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او نورو لوړپوړو چارواکو سره یې لیدنې کړې وې.

د عاصم منیر تازه سفر داسې مهال کېږي چې د ایران او پاکستان ترمنځ د سیمه‌ییزې سولې، امنیت او دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا هڅې روانې دي.