Search

د امریکا پخوانی سفیر: که طالبان په سیاستونو کې بدلون راولي، په کابل کې د سفارت بیاځلي پرانیستل امکان شته

News image
2 وږی 1405 - 17:25 خالد حمیدزوی

کابل‌ټربیون (کې‌ټي)-- په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن وايي، واشنګټن کولای شي په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې خپل سفارت بېرته پرانیزي؛ خو ټینګار کوي چې دا اقدام باید د طالبانو له لوري د مشخصو او عملي سیاستي بدلونونو په بدل کې ترسره شي.

نیومن، چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې په افغانستان کې د امریکا سفیر و، له «آی۲۴ نیوز» سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو له سیاستونو سره د ژورو اختلافونو سربېره، واشنګټن د کابل له ادارې سره د محدود تعامل لپاره عملي دلایل لري.

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا یو ځل بیا په کابل کې د امریکا پر سفارت د دغه هېواد بیرغ پورته کېدل ممکن دي، هغه وویل چې د داسې اقدام تصور کولی شي.

خو نیومن ټینګار وکړ چې طالبان باید په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په اړه. د هغه په باور، که واشنګټن د طالبانو د ښځو پر وړاندې محدودیتونه له پامه وغورځوي، په امریکا کې به د سفارت د بیا پرانیستلو پر وړاندې سخت سیاسي مخالفت رامنځته شي.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د خپلو ځواکونو د وتلو او د افغانستان د مخکني حکومت له سقوط وروسته په کابل کې خپل سفارت وتاړه. واشنګټن تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې او له افغانستان سره یې ډېری دیپلوماتیک تعاملات له هېواده بهر ترسره کړي دي.

نیومن وايي، طالبان د دوحې د مذاکراتو پر مهال هم غوښتل چې له امریکا سره سیاسي اړیکې وساتي. د هغه په وینا، د طالبانو اساسي غوښتنه د امریکايي ځواکونو وتل وو، خو دوی د سیاسي اړیکو د دوام غوښتنه هم کوله.

د امریکا پخوانی سفیر زیاتوي چې واشنګټن لا هم له طالبانو سره په ځینو برخو کې عملي تعامل لري؛ په ځانګړې توګه د امریکايي وګړو د خوشې کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې.

خو نوموړي د طالبانو سیاستونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د نږدې اړیکو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه وبلل. هغه وویل چې د طالبانو په سیاستونو کې د واک له بېرته ترلاسه کولو وروسته د نرمښت پر ځای لا زیات محدودیتونه رامنځته شوي دي.

نیومن همداراز خبرداری ورکړ چې له افغانستان سره د امریکا د اړیکو بشپړ پرېکون هم واشنګټن ته خطرونه لرلی شي. هغه وویل، امریکا په تېرو وختونو کې څو ځله له افغانستان څخه لېرې شوې او هر ځل یې په پای کې له دغه هېواد سره د نه تعامل له امله له امنیتي ستونزو سره مخامخ شوې ده.

د افغانستان د طبیعي او معدني سرچینو په اړه نیومن وویل چې دا سرچینې په راتلونکي کې له افغانستان سره د امریکا د اقتصادي تعامل لپاره د هڅونې یو عامل کېدای شي؛ خو د لویو پانګونو لپاره به دوامدار امنیت، د قانون حاکمیت او د پانګوالو د پانګې د خوندیتوب ډاډ اړین وي.

هغه وویل چې دا شرایط اوس په افغانستان کې په بشپړ ډول نه دي برابر او د لویو کانونو د پراختیا لپاره به وخت ته اړتیا وي.

نیومن د افغانستان په اړه د امریکا د تېرو شاوخوا دوو لسیزو سیاستونو ته په کتنې سره وویل، واشنګټن په لومړیو کې افغانستان ته کافي اقتصادي مرستې نه ورکولې، خو وروسته یې میلیاردونه ډالر په داسې چټکۍ ولګول چې د افغانستان بنسټونه یې د اغېزمن جذب توان نه درلود.

هغه وویل، کله چې سفیر و، د ۶۰۰ میلیونه ډالرو اضافي اقتصادي مرستې غوښتنه یې کړې وه، خو د عراق له جګړې سره د امریکا د منابعو د تمرکز له امله یوازې ۴۳ میلیونه ډالر ترلاسه شول.

د نوموړي په وینا، وروسته امریکا د افغانستان د چټک ثبات لپاره میلیاردونه ډالر ولګول، خو د ډېرو پیسو د اغېزمن مدیریت نشتوالي د فساد زمینه هم برابره کړه.

نیومن وايي، که واشنګټن په راتلونکي کې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخوي، دا بهیر باید په تدریجي ډول او د متقابلو عملي ګامونو پر بنسټ ترسره شي.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا باید «واقعي اقدامات د واقعي اقداماتو په بدل کې» ومني او یوازې د راتلونکو بدلونونو پر ژمنو تکیه ونه کړي.

د نیومن په باور، که طالبان د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي او واشنګټن هم دا کار د خپلو ګټو له مخې مناسب بولي، نو باید په بدل کې له طالبانو څخه مشخص او عملي اقدام وغوښتل شي.

هغه خبرداری ورکړ چې له کوم مشخص امتیاز پرته د سفارت بیا پرانیستل کېدای شي طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې دوی اړتیا نه لري په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي.

د امریکا سفارت په کابل کې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې تړلی دی، او د افغانستان په اړه د امریکا دیپلوماتیک فعالیتونه تر ډېره له هېواده بهر ترسره کېږي.