Search

پاکستان: له طالبانو سره پرمختګ د ترهګرۍ ضد عملي اقداماتو پورې تړلی دی

News image
5 وږی 1405 - 14:02 خالد حمیدزوی

کابل‌ټرېبیون-- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، له طالبانو سره د اسلام‌اباد په خبرو او اړیکو کې هر ډول پرمختګ د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د طالبانو په عملي اقداماتو پورې تړلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبان باید د دوحې د تړون په ګډون خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

اندرابي وویل: «کابل باید د دوحې د چوکاټ په ګډون پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د دښمنو نیابتي ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ، له خوا نه کارول کېږي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې اسلام‌اباد لا هم له افغان لوري سره د «اداري همغږۍ» لپاره چمتو دی، خو په دې شرط چې دغه همکاري د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د سرحدونو د اغېزمن مدیریت په برخه کې د مشخصو او د تایید وړ اقداماتو سبب شي.

هغه ټینګار وکړ: «اسلام‌اباد د اداري همغږۍ لپاره چمتو دی، په دې شرط چې دا بهیر د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د سرحدونو د اغېزمن مدیریت په برخه کې مشخصو او د تایید وړ اقداماتو ته لار هواره کړي.»

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو هغه پټنځایونه له منځه یوسي چې د اسلام‌اباد په وینا، د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دغو پټنځایونو د له منځه وړلو غوښتنې یې تر اوسه په عملي توګه نه دي منل شوې.

طالبانو بیا په وار وار د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.