Search

طالبانو په بغلان کې د مقاومت جبهې د دوو قوماندانانو د وژلو ادعا کړې

News image
6 وږی 1405 - 15:21 خالد حمیدزوی

کابل‌ټربیون – په بغلان ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، ځواکونو یې د دغه ولایت په نهرین او خوست ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال د مقاومت جبهې څلور غړي وژلي دي.

دغې قوماندانۍ د جمعې په ورځ، د وږي په شپږمه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوه تنه یې د نهرین ولسوالۍ د کهګدای سیمې په چهارسای سیمه کې د شپې په عملیاتو کې وژلي دي.

د طالبانو په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو د «خرابات» په نوم مشهور شمس او بل د «بابه» په نوم قوماندان دی.

طالبان وايي، شمس په نهرین، بورکه او جلګې کې د مقاومت جبهې پوځي مسوول و او بابه په نهرین ولسوالۍ کې د دې جبهې پوځي مسوولیت درلود.

د طالبانو اړوندو رسنیو راپور ورکړی چې شمس د قوماندان صمد کهګدای او قوماندان ظفر تر وژل کېدو وروسته، په یادو سیمو کې د ملي مقاومت جبهې د پوځي مسوول په توګه ټاکل شوی و.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې په عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات او یوه د شپې لید وسیله هم د دوی ځواکونو ترلاسه کړې ده.

د طالبانو د بغلان امنیه قومانداني هم وايي چې د خوست ولسوالۍ په فرغامبول دره کې د یوه بل عملیات پر مهال د مقاومت جبهې دوه نور غړي وژل شوي دي.

د طالبانو په وینا، دغه کسان د پوځي عملیاتو د پلان جوړولو پر مهال په نښه شوي دي.

په همدې حال کې، خپاره شوي انځورونه ښيي چې طالبان د بغلان د خوست ولسوالۍ په دوآبي بازار کې دوه جسدونه نندارې ته وړاندې کوي.

تر اوسه د مقاومت جبهې له لوري د طالبانو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.