د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د مکین بازار په یوه چاودنه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، ناپېژنده کسانو
چاودېدونکي توکي پر یوه موټرسایکل ځای پر ځای کړي وو چې وروسته د مکین په بازار کې
وچاودېد.
پولیس وايي، په چاودنه کې د حکومت ملاتړې سولې کمېټې درې غړي ټپیان
شوي او یو بل کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال د خپلو ټپونو له امله مړ شوی دی.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پولیسو بازار تړلی او د پېښې د عاملانو
د موندلو لپاره یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د جنوبي وزیرستان د
سراروغې په سیمه کې وسلهوالو د سولې کمېټې پر یوه غړي برید کړی و. په هغه پېښه کې
یو پولیس وژل شوی او د سولې کمېټې یو غړی ټپي شوی و.